که خوشحالي، سکون او کامیابي غواړې؛ همدا کتاب در سره مرسته کوي.

Ostatnia Wersja

Wersja
Aktualizuj
6 lip 2025
Google Play ID
Instalacje
50+

App APKs

Sukoon Khaar سکون ښار APP

د کابل هوايي ډګر کې یو ځوان ودرولم، څو نور همکاران یې هم ورسره وو، د یوه هوايي شرکت کارکوونکي وو، تر روغبړ وروسته یې را څخه غوښتنه وکته چې له ملګرو ګوښه ورسره خبرې وکړم.

کله چې ګوښې ته لاړو، احساساتو پرې غلبه وکړه او په ژړا شو.

ویل ژوند مې له ناخوالو ډک دی، ډېرې ستونزې لرم، زړه مې له هر څه تور دی، ډېر بې جرأته یم، هر کار ته لاس اچوم نتیجه یې منفي وي، سرګردان یم او هېڅ نه پوهېږم څه وکړم او له ورته نورو ناخوالو یې شکایت کاوه.

ما ورته څو لارې وښودې او وعده مې ترې واخیسته چې زما د سپارښتنو تر عملي کولو وروسته به د نتیجې په اړه احوال راکوي.

شاوخوا ۱۵ ورځې وروسته لا هم په سفر کې وم چې اړیکه یې وکړه او سخت خوشحال او منندوی و او همدا جمله یې تکراروله "ستا مشورو زما ژوند بدل کړ".

همداراز هغوی چې ما په ټولنیزو شبکو کې تعقیبوي، کله چې ورسره مخامخ شم، ډېری یې همدا راته وايي چې ستا ويډیوګانو د الله پاک په فضل زموږ ژوند بدل کړی دی.

په دې کتاب کې مې د همدغو ویډیوګانو او نور مطالب لیکلي چې زما په ګډون یې د ډېرو کسانو ژوند بدل کړی او ستاسې ژوند هم بدلولی شي، ان شاء الله! ---
Więcej informacji

Reklama